خبرونهنړۍ

د سوریې د وسله والو مشر له پخواني لومړي وزیر سره د واک پر سوله ییز لېږد خبرې کړي

په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له پرځېدو وروسته تېره شپه د تحریر شام وسله والې ډلې مشر چې پر سوریه یې ولکه ټینګه کړې، له پخواني لومړي وزیر سره یې د واک پر سوله ییز لېږد خبرې کړې دي.
ابو محمد الجولاني ويلي، دوی یوازې د جګړې برخه کې ښه تجربه لري، د حکومتي چارو مخته بیولو کې ورته د بشري قوی زیاته اړتیا ده.
جولاني ويلي که څه هم تېرو لسو کلونو راهېسې د دغې ډلې غړو پر ادلب ښار حکومت کړی او د حکومتدارۍ له چارو سره بلد شوي خو د هېواد د مدیریت لپاره بشري قوی ته اړتیا لري.
د دغې لیدنې په تړاو ډېر جزیات نه دي خپاره شوي خو یوه ويډیو کې لیدل کېږي چې د تحریر شام ډلې مشر، د سوریې پخوانی لومړی وزیر الجلالي او نوی ولسمشر انجینر محمد البشیر ناست دي او د ځینو مسایلو په اړه خبرې کوي.