افغانستانخبرونه

طالبانو له تور لېست څخه د دوی د لرې کولو په اړه د روسیې د هڅو هرکلی وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د پارلمان له خوا د هغې طرحې د تاييد هرکلی کړی چې له مخې به یې د «طالبانو غورځنګ» نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت پرې يادېده، په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لست څخه لرې کولو ته زمینه برابره کړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، دا چاره د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د کچې لوړولو په برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل دي او د پام وړ پرمختګ دی.

ويل کېږي د روسيې پارلمان داسې يوه طرحه تایيد کړې چې له مخې به يې طالبان د دغه هېواد د تور لېست او د ممنوعه ډلو له لېست څخه بهر شي.