افغانستانخبرونه

ننګرهار کې سږکال د مالټو حاصلات زیات شوي

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ  ریاست مسوولان وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د «ستروس» حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زيات شوي دي.

د یاد ریاست لپاره د طالب ویاند اجمل سبحاني وایې، اوسمهال د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې ۲۷۵۳ جریبه باغ لرونکي ځمکه لري او تمه لري چې، له دې څخه به سږکال ۱۱ زره ۱۳ ټنه حاصلات ترلاسه شي.

د هغه په وینا د ننګرهار ستروس په ځانګړي ډول مالټې پر ختيځ سربېره مرکز کابل او د هیواد بېلابېلو ولايتونو ته هم لېږل کېږي.

سبحباني زیاتوي:«دا مهال د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې مونږ په ۲۷۵۳ جریبه ځمکه د ستروسو او په ځانګړي ډول د مالټو باغونه لرو، تمه لرو چې له دې باغونو څخه به سږکال  ۱۱ زره ۱۳ ټنه حاصلات ترلاسه شي چې دا د تېرکال په پرتله څو چنده زیاتوالی ښيې.»

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، د حاصلاتو د راټولولو، باغونو د ساتلو او د حاصلاتو د خرڅلاو په برخو کې په مستقيم او غیر مستقیم ډول زرګونو کسانو ته کاري زمينه هم برابره شوې.

بلخوا د کرنیزو چارو پوهان ننګرهار د هيواد په کچه تر نورو ولایتونو د ستروسو د بڼونو د کينولو او بڼوالۍ په پار د اقلیم جوړښت له مخې مناسب بولي.

دوی وایې چې د کورنيو کرنيزو حاصلاتو لپاره بازار موندنه او ورته پراختيا ورکول د پرديو له احتياج څخه دا هیواد ژغوري او دغه راز د ملي عوايدو د لوړوالي ترڅنګ خلکو ته د کار زمينه هم برابروي.