افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د کامې پر بند د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له یو خصوصي ساختماني شرکت سره په ننګرهار کې د کامې اوبو لګولو او برښنا بند د عصري کولو او پرمختګ په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد هوکړه لیک د«عرفان هلال»په نامه له یو داخلي شرکت سره لاسلیک شوی او د دې تړون پر بنسټ به دا خصوصي شرکت د کامې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند پر عصري کولو، پرمختګ او د اوبو لګولو پر سیستم کار پیل کړي.

خبرپاڼه کې نه ده څرګنده شوې چې د یاد بند پر جوړیدو څومره لګښت راځي او چارې به یې کله پيل شي خو زیاته کړې یې ده چې، له دې سربېره د کامې ولسوالۍ د میرزاخیل او ماماخیل پر دوو نورو بندونو هم کار روان دی.

طالب چارواکي تمه لري چې د دغو پروژو په پلي ‌کېدو سره به د اوبو ضایع‌کېدو مخه ونيول شي او بزګرانو ته به د ځمکو خړوبولو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.

په همدې حال کې د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، په ياده ولسوالي کې په ډېره پراخه اندازه کرنيزې ځمکې شته چې د خړوبولو لپاره یې باید ادارې او موسسې د بندونو او کانالونو جوړولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.