د فرانسې په مایوت ټاپوګانو کې د تېرې شنبې په ورځ د ۲۲۵ کیلومټره پر ساعت باندې شدید توپان راغلی چې له امله يې د سلګونو کسانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت پرون د یکشنې په ورځ په لومړنیو شمېرو کې د ۱۱ کسانو د مړینې او ۲۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و خو د مایوت ټاپوګانو مسوولینو تازه په دغه توپان کې د سلګونو کسانو د مړینې راپور ورکړی دی.
يو ځايي لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په دغه توپان کې سلګونه کسان مړه شوي او وېره ده چې شمېر يې ښايي تر زر کسانو ورسېږي او همدومره نور ټپيان شوي هم دي.
د معلوماتو له مخې، د هند په اوقیانوس کې د فرانسې تر حکومت لاندې د مایوت ټاپوګان د شنبې په ورځ یو شدید توپان ځپلي چې لا تر اوسه په کې مرستندویه ډلې د خلکو د جسدونو په پيدا کولو بوخت دي.