افغانستانخبرونه

بریتانیا له روغتیایي زده کړو د افغان نجونو منع کولو پرېکړه غندلې

د افغانستان، منځني ختیځ او پاکستان د چارو لپاره د بریتانیا وزیر، هامیش فالکانر د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغان – امریکايي پوهنتون له محصلانو سره په لېدنه کې له افغان نجونو او ښځو یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

نوموړي د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر طبي زدکړو د بندیز پرېکړه غندلې او دا یو تنګ فکر او غیر اخلاقي پرېکړه بللې ده.

هغه خبرداری ورکړی چې د طالبانو دا پرېکړه به د افغان ښځو او په راتلونکې کې د هغوی ژوند ته یو جدي ګواښ وي.

د بریتانیا وزیر یو ځل بیا د افغانستان د ملاتړ لپاره د د دغه هیواد ژمنتیا تایید کړې او ویلي یې دي چې، بریتانیا د ۲۰۲۴ د اپرېل او ۲۰۲۵ مارچ لپاره ۱۶۱ میلیونه پونډه چې ټول ټال ۱۴،۱ میلیارده افغانۍ کیږي مرسته وکړي

له دې وړاندې هم د امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو د طالبانو له خوا د افغان نجونو پر طبي زدکړو د بندیز پرېکړه غندلې وه او  د طالبانو وروستۍ پرېکړه ”جنسیتي اپارتاید” بللې وه.

طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز سربېره د پوهنتونونو او تازه یې د نجونو پرمخ پر روغتیایي انسټیټونو هم بندیز لګولی دی.