د هیواد په څلورو ولایتونو کې د جلا جلا ترافیکي پېښو پرمهال یوولس کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې،(یک شنبه،۲۵د لېندۍ) په هلمند، جوزجان، غزني او دایکندي ولایتونو کې یادې ترافیکي پېښې رامنځته شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د هلمند په باباجي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه شوي.
سرچینې زیاته کړې چې په یاده سیمه کې یو فیلډر موټر د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله سیند ته غورځیدلی او په کې سپاره د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان مړه شوي دی.
د سرچینه زیاتوي دغه راز د شبرغان- خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د یو کرولا او ټانکر موټر ترمنځ ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د غزني په مرکز کې هم د یوې ترافیکي پېښې پرمهال یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال په دایکندي کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې، لامل یې تر ډیر د ترافیکي اصول نه مراعات، د موټرو ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی بلل کیږي.