د سوریې د ملاتړ يو سازمان وايي، د دمشق په څنډو کې يو ډله يیز قبر موندل شوی چې په د سل کسانو جسدونه موجود وو. ويل کېږي دغه کسان د بشار الاسد د نظام مخالفين وو چې د هغه د حکومت پرمهال په ډله ييز ډول وژل شوي دي.
د دغه سازمان مسوول معز مصطفی رسنيو ته ويلي چې د ډله ييز قبر پرون د دوشنبه په ورځ د پلازمېنې دمشق په ۴۰ کیلومټرۍ کې موندل شوی دی. دا پنځم ډله ييز قبر دی چې د بشار الاسد د رژيم له را پرزېدو وروسته موندل کېږي.
دی وايي، پر دغو پنځو ډله ييزو قبرونو سربېره ځينې نور ډله ييز قبرونه هم په سوریه او ځانګړي توګه د دمشق په شاوخوا کې موجود دي چې د سوریايي وګړو سربېره په کې د امریکا، بریتانیا او ځينو نورو هېوادونو وګړي هم قرباني شوي دي.