خبرونهنړۍ

الجولاني: له سوریې افغانستان نه جوړوو، د نجونو پر زده کړو باور لرو

احمد الشرع “ابو محمد الجولاني” چې سوریه کې واک ته د رسیدلو وسله‌والو ډلو مشر دی پرون چهارشنبه د لیندۍ ۲۸ د بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل چې سوریه نور لویدیځ ته ګواښ نه دی او هغه بندیزونه چې د بشارالاسد د حکومت پرمهال لګول شوي‌ باید لرې شي

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د “هېپت تحریر الشام” نوم باید د ملګرو ملتونو، متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او بریټانیا د ترهګریزو سازمانونو له لېست څخه ووېستل شي. 

نوموړي وویل: “هېپیت تحریر الشام هېڅکله ترهګریز ګروپ نه دي، دې ډلې هېڅکله ملکي وګړي او اتوګنیزې سیمې نه دي په نښه کړي او ریښتیا دا دی چې هېپت تحریر الشام د اسد د جنایتونو قرباني‌ وه”

الجولاني زیاته کړه چې هغه نه غواړي له سوریې دویم افغانستان جوړ کړي‌: “دا دواړه هېوادونه ډېر توپیر لري او بېلابېل دودونه لري، افغانستان یو قبیلوي ټولنه ده خو د سوریې تګلاره توپیر لري او د ښځو پر زده کړو باور لرم”