افغانستانخبرونه

امرالله صالح: طالبان به هېڅکله د حکومت په توګه ولسي مشروعیت وانخلي او تر پایه به ملېشه پاتې شي.

د جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله اېکسپاڼه لیکلي تر څو چې افغانستان کې یو مشروع نظام جوړ نه شي، ټاپي پروژه نه بشپړېدی شي او نه حتی په واقعي ډول پرانیستل کېدای شي.

پرون راپورونه خپاره شول چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د افغانستان په خاوره کې د تاپی پروژې د چارو لیدنه کړې ده.

صالح همدارنګه زیاتوي چې د طالبانو تر تسلط لاندې به د افغانستان اقتصاد وده ونه کړي، ځکه په وینا یې اوسني وخت کې اقتصادي وده له کورني مشروعیت، ځواب ورکوونکي حکومت او د قانون حاکمیت پورې اړه لري.

هغه همدارګه زیاتوي د طالبانو له لوري ځینې جوړ شوي قوانین به هېڅکله تطبیق نه شي او ټول عمر به د خلکو د خندا او پسخند لامل وي.

د طالبانو حکومت له څه باندې درېیو کالو راهیسې د نړۍ هېڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی او نه هم په افغانستان کې داسې میکانیزم رامنځته شوی چې په هغه کې دې د نظام د بڼې په اړه د ولس نظر وپوښتل شي.