خبرونهنړۍ

جنوبي کوریا: د اوکراین جګړه کې د روسیې په پلوۍ د شمالي کوریا ۱۰۰ سرتيري وژل شوي

د جنوبي کوريا د ملي شورا يو غړی وايي چې يوازې په ډیسمبر میاشت کې د شمالي کوريا ۱۰۰ سرتيري چې په روسیه کې مېشت وو؛ له اوکراین سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د جنوبي کوریا د ملي شورا دغه غړي نن د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ويلي چې د شمالي کوریا سرتېري په مستقیم ډول د نومبر په میاشت کې جګړې ته داخل شول چې یوازې په ډېسمبر کې یې ۱۰۰ سرتيري په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

لي سونګ کویون دا معلومات د خپل هېواد د استخباراتو د ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ خپاره کړي دي.

بلخوا رویټرز خبري اژانس د جنوبي کوریا د استخباراتو ادارې له قوله په يو راپور کې ويلي چې د شمالي کوریا رهبر د اوکراین د جګړې لپاره د روسیي سرتېرو د روزنې برخې کې هم همکاري پيل کړې ده.

څو ورځې وړاندې د اوکراین حکومت هم ويلي چې د روسې په ملاتړ د شمالي کوریا ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.