د اوکراین حکومت وايي، له روسیې سره په روانه جګړه کې د شمالي کرويا ۳۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اوکراین حکومت نن اعلان وکړ چې د شمالي کوریا سرتېرو ته دا مرګ ژوبله د روسیې په کورسک ولایت کې اوښتې ده چې د روسیي ځواکونو په ملاتړ يې د اوکراين خلاف جګړه کې برخه اخېستې وه.
د امریکا متحده ایالتونه او د اوکراين استخباراتي ادارې تور پورې کوي چې د ۱۰زره په شاوخوا کې د شمالي کوريا سرتيري روان کال د اوکراین خلاف جګړې لپاره روسيې ته لېږل شوي دي.
خو مسکو او پيونګ یانګ دا خبره دروغ ګنلې ده.