افغانستانخبرونه

غني او کرزي د کابل – کندهار لویې لارې پر ترافيکي پېښې خواشيني څرګنده کړه

د هېواد دوو پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي د کابل – کندهار پر لویه لاره د تېرې شپې د ترافیکي پېښې له قربانیانو او د هغوی د کورنيو له غړو سره غمرازي شریکه کړه.

تېره شپه د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني ولايت په مربوطاتو کې د دوه ځایه د ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر او ټانکر او د ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر او ټېلر ترمنځ ټکرونه شوي چې له امله يې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپيان دي.

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په يو لنډ لیکلي پيغام چې چې د هغه پر فیسبوک پاڼه خپور شوی د دغې خونړۍ پېښې قربانیانو او د قربانیانو له کورنيو سره غمرازي شریکه کړې ده.

هغه لیکلي: «د زړه په ژور درد مې د کابل – کندهار پر لوی واټ د خپلو لسګونو هېوادوالو د شهادت او ټپیانېدو غمجن خبرونه واورېدل چې د دوو جلا پېښو قرباني شوي دي. د شهیدانو کړېدلو کورنیو ته د زړه له کومي خواخوږۍ رسوم او عزیزانو ته یې چې ناغوښتلي ددغې لویې لارې د پرله پسې ټرافیکي پېښو د قربانیانو په لړ کې راغلل، د رب العزت له درشلې د مغفرت غوښتنه کوم. دغه راز مو دوعاوې د هغو هېوادوالو د ژر رغېدنې له پاره دي چې ټپیان شوي او د ژمي په دې سړه هوا کې یې ښایي لا نور کړاو زغملی وي.»

دغه راز د هېواد بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر دغه پېښه خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د دغې مرګونې پېښې قربانیانو ته د الله له درباره د جنت هیله او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله کوم او د قربانیانو کورنيو ته د جمیل صبر غوښتونکی يم.»

All reactions:

20KAhmad Sohaib Hasrat, Jamil Weqar and 20K others