کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد ډ یپلوماتانو یو پلاوی دمشق ته رسیدلی، ترڅو د سوریې د نوې واکمنې ډلې له رهبر سره مستقیمې خبرې اترې ترسره کړي.
د فرانسې خبري اژانس د معلوماتو له مخې؛ دغه پلاوی د تحریرالشام ډلې د رهبر استوګن ځای ته داخل شوی دی.
ټاکل شوې یاد پلاوی د تحریر الشام د مشر سربېره، د یو شمېر نورو شخصیتونو سره هم لیده کاته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه پلاوی به د سوریې له خلکو څخه د امریکا د متحده ایالاتونو د ملاتړ او دغه راز د سوریې راتلوونکې په اړه د دغه هېواد د خلکو د لید په اړه خبرې اترې ولري.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د کورنیو جګړو وروسته دا لومړی ځل دی چې یاد هېواد ته امریکایي ډیپلوماتان رسمي سفر ترسره کوي.