کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د راپورونو له مخې وروسته له هغې چې د اشرف غني پخواني ساتونکي رحمدل حنفي د خپلې میرمنې د نیول کېدو په غبرګون کې ځان وژنه وکړه، له پنځه ورځو ځنډ وروسته یې طالبانو میرمن خوشې کړې.
رحمدل حنفي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په ایران کې اوسیدو او وروستیو کې د یو شمېر شخصیتونو په منځګړیتوب او ضمانت افغانستان ته ستون شوی وو، د تیرې یکشنبې په ورځ یې وروسته له هغې ځان مړ کړ، چې میرمن یې طالبانو بندۍ کړه او نوموړي د خلاصون هیڅ توانمندي نه درلوده.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یاد ساتوونکی لس اولادونه لري او طالبانو یې په داسې حال کې میرمن تیره ورځ له زندانه ازاده کړې، چې د کونډې میرمنې په توګه ورته د یادو اولادونو د پالنې مسؤلیت هم ور تر غاړې شو.
مخکې له دې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې ډګروال رحمدل حنفي د طالبانو له لوري وژل شوی دی، خو اوس سيمه ييزې سرچينې وايي چې طالبانو د ده د نيولو په تلاش کې د ده کور ته ورغلي وو او چې ډګروال حنفي په لاس نه و ورغلی نو د ده مېرمن يې له ځانه سره بوولې وه.
که څه هم طالبانو په دې اړه رسماً څه نه دي ويلي خو لا تر اوسه د ډګروال رحمدل د وژنې قضيه کې د ده وژنه کره نه ده چې دی د طالب وسلوالو په لاس وژل شوی او که ځانوژنه يې کړې، خو یو شی چې کره دی، هغه دا چې طالبانو يې مېرمن له ځانه سره بوولې وه او څو ورځې د دوی په قيد کې وه.