خبرونهنړۍ

د نایجیریا په یوه ښوونځي کې ۳۵ ماشومان مړه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)

د نایجیریا هېواد، عبادان ښار په یوه ښوونځي کې د میلې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۳۵ ماشومان مړه او ۶ نور ټپيان شوي دي.

پولیسو ویلي: په ښوونځي کې د میلې جوړولو په جرم د یادې میلې د مالي ملاتړ کوونکو په ګډون يې اته تنه نیولي.

د عيسويانو د اختر (کرسمس) د رارسېدو په درشل کې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پرون د ښوونځيو د رخصتيو د پیل لپاره مراسم نيول شوي وو.

هر کال د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د مېلو او نورو ټولنيزو راټولېدنو پر مهال زرګونه کسان مري خو په يوه ښوونځي کې د دومره زياتو تلفاتو دا پېښه تر نورو لويه ده.