کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات کې ځايي سرچینې وايي یوه ډله افغانانو چې غوښتل په قاچاقي توګه ایران ته واوړي، د دغه هېواد په کلګان سیمه کې پر ځایپرځای شوي ماین برابر شوي دي.
سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه شنبه د مرغومې پر لومړې د ایران سیستان او بلوچستان ولایت د کلګان په پوله کې شوې چې په پایله کې یې د هرات دوه اوسېدونکي وژل شوي دي.
دا دوه کسان محمداکبر او مطیعالله نومېدل او ځوانان وو.
تېره اوونۍ هم د ايران-پاکستان په سرحدي پوله دوه نور افغانان پر ځمکني ماين ختلي او خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له مياشتې راهيسې چې طالبان پر هېواد واکمن شوي، د افغانانو فقر او بېکاري د پخوا په پرتله د ريکارډ تر کچې لوړه شوې، چې ډېری خلک د خپلو کورنيو او اولادونو د ژوندي پاتې کېدا او رزق په پار په مرګونو لارو ګاونډيو هېوادونو او اروپا ته مهاجر کېږي.
يوازې د ايران او ترکيې په سرحدي سيمو د هغوی د وسلوالو ځواکونو په ډزو د وژل شويو افغانانو شمېر زرګونو ته رسېږي.