افغانستانخبرونه

يونان ته څېرمه په ډوبه شوې کښتۍ کې مړه شوي ۸ تنه ټول افغانان دي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د راپورونو له مخې درې ورځې وړاندې يونان ته څېرمه د مديتراني په سمندر کې د ډوبې شوې کښتۍ مړه شوي ۸ تنه ټول افغانان دي.

د یونان د ساحلي یا سمندري ګارډ يوه قوماندان رسنيو ته ويلي چې دوی له دغې کښتۍ څخه ۱۸ کسان ژوندي راویستلي، د ۸ جسدونه موندل شوي او د پاتې کسانو چې دقيق شمېر يې معلوم نه دی پلټنه او د ژغورلو عملیات يې روان دي.

سيمه ييزه مسوولينو ويلي وو چې د يونان ساحلي ساتونکو دغه کښتۍ چې له ترکيې روانه شوې وه، تعقيبوله چې د ډېر سرعت له امله په اوبو کې چپه شوې او ډوبه شوې وه.

په پېښه کې د ژغورل شويو ۱۸ کسانو له ډلې يې ډېری افغان کډوال دي چې غوښتل يې د يونان له لارې اروپا ته داخل شي.

په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ راوروسته که څه هم يو شمېر هېواد د سیاسي دلايلو له مخې هېواد پرېږدي خو زيات شمېر افغانان په هېواد کې د فقر او بېکارۍ له امله په مرګونو لارو لويديځو هېوادونو ته د کډوالۍ په موخه روان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان د ارقامو له مخې د طالبانو له واکمنې راورسته نږدې ۱۰ ميليونه افغانان له هېواده وتلي.