
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن چې د سولې د خبرو اترو لپاره اسرائیلو ته پر سفر تللی وايي، د دغه هېواد چارواکو ورسره په غزه کې د اوربند په اړه د دوی وړانديز شوې طرحه منلې ده.
سرچینې وايي، په دغه طرحه کې راغلي چې د سولې مسلکي خبرې به د مصر او غزې ترمنځ پرته د فيلادلفیا په سرحدي سیمه کې ترسره کېږي. دغه راز د امریکا په طرحه کې د مرستې رسولو عملیاتو ته هم په ځانګړو شرايطو اجازه ورکړل شوې ده.
دغه راز سرچينې وايي چې د امریکا په دغه نوې طرحه کې د غزې شمال ته د بې ځايه شويو خلکو د بېرته ورګرځېدو په اړه هم د يو نظارتي میکانيزم په اړه هم بحث موجود دی.
خو يوې فلسطيني سرچینې د المیادين په نوم يوې عربي رسنۍ ته ويلي چې د امریکا نوې طرحه د دواړو خواوو د پخوانۍ طرحې خلاف ده او ښايي حماس غورځنګ د صهیونیستي رژيم غوښتنو ته ځواب ورکړي.