افغانستانخبرونه

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت بیا فعالیت پيل کړ

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت وايي چې په دغه هېواد کې يې د خلکو ستونزو ته په کتو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه د سفارت دپلوماتيکې چارې بیا پيل کړې.

د سعودي عربستان د حکومت پر پښتو اېکس پاڼه لیکل شوي: “د سعودي عربستان شاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو د تمایل له مخې، پرېکړه وشوه چې د سعودي عربستان نمایندګي په کابل کې خپل فعالیتونه د ۱۴۴۶/۶/۲۱هـ نېټه چې د ۲۰۲۴/۱۲/۲۲م سره سمون خوري، بیا پیل کړي.”

سعودي عربستان د ۱۹۳۲ کال راهېسې له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکي پيل کړي چې له هماغه اولې ورځې دا اړیکې له افغانانو سره پر مرستې ولاړې دي.