کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د کندهار ولایت مرکز اړوند درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې یو ۲۸ کلن ځوان په زندۍ کولو سره ځآن وژلی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ دغه ځوان روح الله نومېده او د پکتیا ولایت اصلي اوسیدونکی وو، چې په یوه مسافر خانه کې یې ځان زندۍ کړی دی.
که څه هم د یادې ځآن وژنې لامل څرګند ندی، خو په وروستیو کې اقتصادي بد وضعیت او وخت ناوخت د بيلا بيلو فشارونو له امله ورته پېښې رامنځته کیږي.
تیره اونۍ د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یوه ساتوونکي هم له دې امله ځآن وژنه کړې وه، چې میرمن یې طالبانو له ځآن سره زندۍ کړې وه.