افغانستانخبرونه

د پاکستان له بند خونو ۵۳ ازاد شوي بندیان افغانستان ته را ستانه شول

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)

چارواکي وایي، د پاکستان له بندخونو ۵۳ ازاد شوي بندیان له بند خونو څخه د ازادیدو وروسته افغانستان ته ستانه شول.

د افغانستان د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه کسان چې د یوې کورنۍ اته غړي هم په کې وو، د سپین بلودک له لارې افغانستان ته را ستانه شول.

تیره میاشت هم د پاکستان د سند له زندان څخه ۱۵ تنه افغانان له بنده ازاد او خپل وطن ته ستانه شوي وو.