خبرونهنړۍ

ترکیه: تېرو دوو اونیو کې د سوریې ۲۵۰ زره وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د ترکیې هېواد چارواکي وایي، د بشارالاسد حکومت د ړنګیدو وروسته سوریې ته د خپلو وګړو د ستنیدو لړۍ تر پخوا هر وخت چټکه شوې ده.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا ویلي، هېواد یې تر هر هېواد زیات سوریایي وګړو ته پناه ورکړې وه، خو په وروستیو دوه اونیو کې یاد هېواد ته تر ۲۵۰ زرو زیات کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دفتر وایي، چې اوس هم شاوخوا درې میلیونه سوریایي وګړي په ترکیې کې کډوال دي.

دغه دفتر زیاته کړې، د تحریرالشام د واکمنید وروسته د لبنان، عراق او ترکیې سرحدي پولو له لارې ګڼ شمېر سوریایي وګړې خپل وطن ته ستانه شوي دي.