افغانستانخبرونه

مجيد قرار؛ طالبانو په خپله اعلاميه کې د پاکستان هوايي بريد ته جواز ورکړی!

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز) 

پخواني افغان ډيپلوماټ مجيد قرار ويلي چې د طالبانو په اعلاميه کې د هېواد پر حريم د پاکستاني هوايي بريد د غندلو پر ځای د هغوی بريد ته جواز تراشل شوی دی.

نوموړي ويلي چې که طالبان افغانان وي نو پر بمبار د اعتراض لپاره دا فوق العاده کافي وه چې د هیواد پر حریم تېری شوی دی.

مجيد قرار په پکتيکا برمل کې د بمبار قربانيانو ته د طالب وياند له خوا د وزیرستاني مهاجرو د ټکي یادول په خپله د پاکستان دا ادعا تاییدول بولي چې دلته ګنې د هغوی مخالفین موجود دي.

 قرار ليکلي: « دا که هیڅوک هم نه وي مړه، په خپله د یوه خپلواک هیواد خاوره او فضاء داسې پیمالول د ټولو نړیوالو اصولو او ملي تمامیت او استقلال خلاف دی. د طالبانو په اعلامیه کې د وزیرستاني ذکر کول په حقیقت کې پاکستان ته توجیه برابرول او ضمناً دا ویل دي چې د ملي حریم خبره دومره مهمه نه ده، د وزیرستاني مهاجرو یا د طالبانو په اصطلاح د پاکستاني وروڼو خوږېدل مهم دي.»

نوموړي د اعتراض په توګه ويلي: «طالبانو په اعلاميه کې یو ځل بیا وزیرستانیانو ته د مهاجرو کلمه کارولې. مهاجر د سندهۍ بې نظیرې زامن دي. مهاجر  د کرنل امام اخښیان او زامن دي. مهاجر وزیرستانیان نه دي».

هغه طالبان مخاطب کړي او ليکلي يې دي:«وزیرستانیان تر تاسې ډېر کورني دي. تاسې ذلیلو یواځې ډیورنډ نه دی پلورلی، تاسې دین، وجدان، وطن، هر هرڅه پلورلي دي».

د يادونې وړ ده چې تېره شپه د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ، د خوست ولايت په سپېره ولسوالۍ او د کندهار ولايت پر ځينو سيمو پاکستانۍ جيټ الوتکو بمارد کړی چې سلګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې او افغان سیاسيونو په يوه خوله دغه بریدونه غندلي دي.