کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان کراچۍ ښار په مربوطاتو کې د ځمکې پر سر شخړې له امله یو زوی خپل پلار په ډزو وژلی دی.
د کراچۍ پولیس وایي، وژل شوی کس عبدالغني نومیده، چې زوی یې شبیر، د خپل ملګرې په مرسته په ډزو وژلی دی.
پولیس زیاتوي، د عبدالغني زوی یې نیولی، خو د هغه ملګری چې اصلي قاتل دی، له سیمې څځه په تېښته بریالی شوی دی.
نیول شوي شبیر پخپل جرم اعتراف کړی او ویلي، چې د پلار د وژنې قصد یې د هغه سره د ځمکې په سر د شخړې وروسته ترسره کړ.