کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو رئیس الوزرا د سیاسي چارو مرستیال وايي، دوی به هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.
مولوي عبدالکبیر چې د کابل پوهنتون د زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې وینا کوله، د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې سره یې وویل: سرپرست حکومت به د افغانانو په دفاع کې ځنډ ونه کړي او په دې برخه کې به د هیڅ لوري غوښتنې ونه مني.
هغه په افغانستان کې د TTP د اډو د شتون په اړه د پاکستان ادعا ته په غبرګون کې خبرداری ورکړ، چې پر افغانستان درواغجن تورونه نه یوازې بې ګټې دي، بلکې د اړیکو د خرابیدو او د تاوتریخوالي د زیاتیدو لامل ګرځي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې وړمه شپه پاکستان د پکتیکا په خاوره هوایي بریدونو کې له ۵۰ تنو زیات کسان ووژل، خو تر اوسه یې هیڅ ډول ځواب ندی ورکړل شوی.