کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)
امریکا متحده ایالاتو په پکتیکا د پاکستان د هوایي ځواک برید ته غبرګون ښودلی او له دغه هېواد یې غوښتي چې ملکیانو ته زیان ونه رسوي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، موږ له پاکستان څخه غواړو، چې د تروریزم پر وړاندې په مبازره کې ملکیانو ته زیان ونه رسوي.
دوه ورځې وړاندې پاکستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل، چې له امله یې تر ۵۰ تنو زیات ټپیان شول.
که څه هم د یاد برید څو لحظې وروسته د طالبانو دفاع وزارت ګواښ وکړ، چې یاد برید به بې ځوابه پاتې نشي، خو تر دې دمه یې له ویناوو پرته هیڅ ډول غبرګون ندی ښودلی.
پاکستان ادعا لري، چې د افغانستان سرحدي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي شتون لري او له همدغو سیمو په یاد هېواد بریدونه پلانوي، خو دغه ادعاوې همېش طالبانو رد کي.