کابل ټيليګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر محمد اشرف غني پر پکتیکا د پاکستاني هوايي بمبار په وړاندې غبرګون وښود او دغه عمل يې يو بشري جنايت وباله.
ولسمشر غني ويلي: «د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د جنایاتو په دوام، یو ځل بیا زموږ خاوره د بمباریو نښه شوې او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې زموږ ګډه وینه بیا په ډېرې بې رحمۍ بهول شوې ده. ددغه تېري د شهیدانو کورنیو او د کرښې د دواړو غاړو ولسونو ته د تسلیت په وړاندې کولو، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دوعا کوم».
نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه او ایکسپاڼه د پاکستان دغه عمل يو بشري جنايت بللی او ويلي يې دي: «لسیزې وشوې چې د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو د ولسونو د ځپنې، او د ځینو کړیو د سیاسي ګټو له پاره هلته د تاوتریخوالي د پارونې او وژنې تګلاره پرله پسې پراخېږي. انګرېز استعمار له لویه سره دا کرښه د ګډ تاریخ، ګډ کلتور او ګډ فکر لرونکو ولسونو د بېلولو او د هغوی د ودې د مخنیوي له پاره ایستلې او د هغوی فزیکي امحا او وژنه یې دغه هدف ته د رسېدو وسیله ټاکلې وه.»
نوموړي ويلي د اوسني پاکستان سياسي او ټولنيز فعالان دې اجماع ته رسېدلي چې له خیبرپښتونخوا او بلوچستان سره د پاکستاني مقاماتو چلند کټ مټ هماغسې دی، چې د بنګله دېش له خپلواکۍ مخکې يې له هغوی سره کاوه او بنګال يې خپله مستعمره ګڼله. ولسمشر غني ويلي چې دغه ډول سياستونه د جلاوالي او د پاکستان د ټوټه ټوټه کېدو سبب ګرځي.
ښاغلي غني د افغان خاورې په اړه د پاکستان د خصمانه سیاست په اړه ويلي: «ستونزې په وژلو، ځپلو او کړولو نه غوڅېږي، ددې له پاره عقل، تدبیر او منطق ته اړتیا ده. وینه هغه وخت درېدلی شي چې ټولو افغانانو ته په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوڅو ته له نورو قومونو سره په ګډه په بلوچستان کې د سوله ییز ژوندانه، ودانۍ او سوکالۍ امکان او انتخاب ورکړ شي او افغانستان ته د ستراتېژیک سرحد د کتو پرځای، د هغه بشپړې خپلواکۍ ته درناوی وشي.»
د ګوډ او بيډ طالبانو او نورو جنګياليو ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان چلند ته په اشارې ولسمشر غني ويلي چې دا نه سياسي تفکر دی او عملي منطق دی چې د تشدد تعريف دې په افغانستان کې شرعيت وي خو په پاکستان کې دې ترهګري وي.
ښاغلي غني پاکستان ته په اشارې ټول ګاونډيان ياد کړي چې افغانان دې پرېږدي چې خپل سرنوشت د روا او ولسي مشروعيت له لارې وټاکي او د مداخلو او بريدونو له لارې دې هېڅ ډول ملي او بين المللي سرحدونه نه ماتوي.
د يادونې وړ ده چې د ولسمشر غني په شمول د افغانستان د جمهوري نظام لسګونو سياسيونو پر پکتيکا د پاکستان بمباري د هېود پر حريم تېری او جنایت بللی، خو د طالبانو مشران په مسلسله توګه وايي چې دغه بريد پر وزيرستاني کډوالو شوی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني طالبانو رسنيز ادرس په بريد کې خپلو پلويانو وژنه رد کړې او ویلي يې دي چې په بريد کې عام افغانان وژل شوي.