افغانستانخبرونه

لوګر کې د پوهنې اړوند د ۱۹ رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

په لوګر کې د پوهنې ریاست مسوولان وایې، چې په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت او ځینو مرستندویه نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۹ بېلابېلې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند شاه‌پور عرب وایې، دغه پروژې په مرکز پل‌علم او شپږ ولسوالیو کې د تېرو لسو میاشتو په موده کې بشپړې اوګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

د هغه په خبره سږکال لوګر ته د پوهنې اړوند ټولټال ۵۲  پروژې منظورې شوې وې، چې له ډلې یې ۱۹ پروژو چارې بشپړې او د پاتې ۳۳ نورو چارې به په نږدې راتلوونکې بشپړې شي.

د نوموړي د مالوماتو پر اساس یادو پروژو کې د ۱۴ ښوونځیو لپاره عصري او مجهز ودانیو جوړول، د ۱۹ ښوونځیو ته احاطوي دېوالونه، د اوبو منظم سیسټم، لمریزې برېښنا سیسټیمونه او نور اړین ملحقات شامل دي، چې ټول لګښت یې د پوهنې وزارت او همکارو موسسو له لوري ورکول شوي دي.

د عرب په وینا؛ د یادو ټولو پروژو له پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره زده کوونکو ته د زده کړو منظم درسي چاپېریال برابر شي.

د لوګر پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې د دغه ولایت د ۲۸۷ دولتي ښوونځيو له جملې یې ۷۵ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له همدې کبله یې ډیر کله تدریسي بهیر ټکنی وي.