کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۱مه – ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د حیواناتو د وښو په انبارونو کې د اور لګیدو له امله ۲۴ سره څاروي مړه شوي، خو زیانمن کسان بیا دغه شمېر شپیته ښایي.
د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مسؤلینو ویلي: دغه پېښه تیره شپه رامنځته شوې او له امله یې د وښو امبارونو د سوزیدو ترڅنګ ۲۴ سره څاروي هم مړه شوي.
خو د دغه پېښې یوه تن قرباني شوي کس رسنیو ته ویلي: د یادې اورلګیدنې له امله یې ۶۰ سره څاروي، چې په کې پسونه، اوزې او غواګانو شتون درلود، مړه شوي دي.
تر اوسه د یادې اورلګیدنې لامل ندی روښانه شوی، خو په افغانستان کې ډیره کله دغه پېښې په قصدي ډول رامنځته کیږي.