افغانستانخبرونه

طالبانو په کونړ کې د اهل حدیث مدرسو پر فعالیت بندیز لګولی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د اهل حدیثو (سلفیانو) د مدرسو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

سرچینې زیاته کړې چې پر یادو مدرسو له تېرو درېیو ورځو راهیسې بندیز وضعه شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې طالبانو یادې مدرسې له دې کبله تړلي، چې ګواکې په دې مدرسو کې د دوی خلاف او آن د داعش ډلې په ملاتړ کسان روزل کېدل.

له دې څه موده وړاندې د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت په کونړ کې د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون ۱۲ استادان په دې له دندو ګوښه کړي چې «سلفي مذهبي» وو.

 تراوسه طالبانو په رسمي ډول د یادو دیني مدرسو د تړلو په اړه څه نه دي ویلي.