کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبانو په ننګرهار ولایت کې ملا امامانو ته سپارښتنه کړې، چې سبا د جمعې ورځې خطبه کې د انساني قاچاق د خطرونو په اړه ویناوې وکړي.
د دغه ولایت د حج اواوقافو ریاست تیره ورځ ټولو امامانو ته د یوه رسمي مکتوب په وسیله سپارښتنه کړې، چې د دې اونۍ د جمعې لمانځه پر مهال د انساني قاچاق د دنیوي او اخروي زیانونو په اړه ویناوې وکړي.
یاد ریاست زیاته کړې، چې د انساني قاچاق موضوع سپارښتنه ورته د حج اواوقافو وزارت له لورې شوې او هغه خطیبان چې ترې سرغړونه وکړي، بیا د شکایت حق نلري.
د یادونې وړده، طالبانو انساني قاچاق وړونکو ته له یوه کال څخه تر درې کالونو پورې د بند سزا ټاکلې.