افغانستانخبرونه

لغمان کې په ترافیکي پېښه کې۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د لغمان سیمه ییز چارواکي وایې چې د کابل- جلال آباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې پرمهال څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان امنیه قومندانۍ لپاره طالب ویاند یونس یوسفزي ویلي، چې دا پېښه نن سهار د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند«کاکڅ» سیمه کې د ټوډي او فلډر موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره یاده پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او د دوو ښځو په ګډون درې نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وینا ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي، چې ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي، چې لامل یې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کیږي.