افغانستانخبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې له کموالي سره مخ دی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د خوړو نړیوال پروګرام((WFP وایی، په روان ژمي کې په افغانستان کې له اوو میلیونو ډېر اړمن کسان له ژغورونکو مرستو بې برخې شوي دي.

یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د بودجې د کموالي له کبله نشي کولای په افغانستان کې له ټولو اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

د خوړو نړيوال پروګرام څرګنده کړې، چې د ژمي په موسم کې د مرستو رسولو په ځانګړي ډول د افغانستان په لرې پرتو او د سختو لارو لرونکو سيمو کې د دوى کارونه له ننګونو سره مخ کړي دي.

د یادودنې وړ ده چې له دې وړاندې یاد پروګرام د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې سږکال نږدې ۱۴ میلیونه خلک اړینو مرستو ته اړتیا لري.