افغانستانخبرونه

ننګرهار کې هر کال ۲۰۰ مټریک ټنه کبان تولیدیږي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولان وایې، چې په دې ولایت کې د کبانو فارمونه په کلني ډول ۲۰۰ مټریک ټنه غوښه تولیدوي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس محمد ولي محسن ویلي، که څه هم د کبانو اوسنی تولید د ننګرهار اړتیاوې نه پوره کوي، خو هڅې یې پیل کړي، چې د فارمونو په جوړېدو سره د کبانو غوښې په تولید کې ننګرهار پر ځان بسیا کړي.

 د کرنې رییس زیاته کړې، چې په راتلونکي کې د کبانو بچیو تولید لپاره هچریانې جوړولو پلان لري، څو د کبانو تولید زیات شي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې دا مهال په ننګرهار کې د کبانو ۱۰۰ فارمونه فعال دي، چې په کې شاوخوا ۳ سوه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

بلخوا د اقتصادي چارو پوهان پدې باور دي چې که د حکومت سربېره خصوصي سکټور هم د کبانونو په صنعت پانګونه وکړي، د بې روزګارۍ کچې د کمېدو تر څنګ به له بهره د کبانو واردات هم د پام وړ راکم کړي.