کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په ننګرهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې د دوو ژوندیو سوزول شویو کسانو مړي موندلي دي.
یو ځایي طالب چارواکي ویلي چې د یادو کسانو جسدونه یې دوه ورځې وړاندې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په داسې مهال موندلي، چې لومړی دغه کسان په ډزو وژل شوي او بیا یې جسدونه سوزول شوي دي.
یادې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې تراوسه د وژل شویو کسانو هویت او د وژل کېدو انګېزه څرګنده نه ده، چې ولې په دومره بې رحمانه ډول وژل شوي دي.
طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم د خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو په مربوطاتو کې ورته پېښې رامنځته شوي، چې طالبانو یې لامل شخصي دښمنۍ بولي.