افغانستانخبرونه

د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ ۱۷ خبریالان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په امریکا او نورو اروپایي هیوادونو کې مېشت افغان خبریالان وایې، چې د طالبانو د تېرې درې کلنې واکمنۍ پرمهال ۱۷ افغان خبریالان وژل شوي دي.

د یادو خبریالانو ټولنې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دې موده کې ۲۸ نور خبریالان په هېواد کې دننه او بهر ټپیان شوي هم دي.

راپور زياته کړې چې د طالبانو د اوسني حکومت پرمهال دغه راز تر ۳۰۰ ډېر خبريالان د طالبانو له خوا زنداني شوي دي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د حکومت پرمهالد  ۵۳۶ فعالو رسنیو له ډلې ۲۵۰ رسنۍ بندې شوې او یا  د خپل فعالیت درولو ته اړ ایستل شوې دي.

د دغو خبریالانو په راپور کې راغلي چې له شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانو اوس یوازې له ۱۰۰ کمې ښځې په رسنیو کې فعالیت کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د تېر حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو په رسېدو سره د څه باندې ۱۲ زره افغان خبریالانو له ډلې یوازې ۴۵۰۰ خبریالانو توانېدلي چې خپل کار ته دوام ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له مخې، رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د تصویر له ثبتېدو منع شوي چې دا کار د یو شمېر ټلویزیونونو د تړل کېدو لامل شوی دی.