افغانستانخبرونه

په کندهار کې د کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کندهار کې  د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د ملاتړ او ودې په موخه نندارتون جوړ شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده وايي، دې نندارتون کې بېلابېل کورني تولیدات او لاسي صنایع په ۶۰ غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

هغه د دغه نندارتون له جوړېدو موخه د تولیدي شرکتونو ترمنځ همغږي او پېردونکو ته د کورنیو تولیداتو ښودل دي.

 د نوموړي په وینا چې افغانستان تر بل هر وخت اوس د داخلي تولیداتو پرمټ ځان بساینې ته نږدې شوی دی او دې برخه کې یې هڅې لا ګړندۍ کړي دي.

بلخوا د نندارتون ګډونوال او صنعتکاران د دا ډول نندارتونو جوړیدل مهم بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.