کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات او هلمند ولایتونو کې ځایي سرچینې وایې، چې په یادو ولایتونو کې دوه ښځې په جلا پېښو کې وژل شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې لومړۍ پېښه د هرات په اوبه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د یادې ولسوالۍ په« پلواری»سیمه کې یوه خاوند د کورني تاوتریخوالي له امله خپله ۲۵ کلنه ښځه په چړو وهلې او وژلې یې ده.
په ورته مهال هلمند کې هم ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو کس خپله میرمن د «خرابې ډوډۍ پخولو» له کبله په وهلو ډبولو وژلې ده.
سرچینه وایې چې دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال د لښکرګاه ښار اړوند «صافیانو» کلي کې رامنځته شوې.
د دې پیښې په تړاو تر اوسه ځایي طالب چارواکو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هیواد په نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او ناوړه دودونه بلل کېږي.