کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وایې، چې په افغانستان کې څه باندې پنځه میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې،۲۰۲۵ کال کې ۵.۸ میلیونه وګړي بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
خبرپاڼې زیاته کړې چې بسپنه ورکوونکو شریکانو د دغو له ډلې ۱.۱ میلیونه کسان په خپل لومړیتوب کې راوستلي دي.
اوچا دغه راز زیاته کړې چېد بېړنیو اړتیاوو پوره کولو، ژمنیو توکو او سرپناه لپاره ۱۷۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هیواد کې بې روزګاري زیاته شوې او زیاتره خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.