کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ترکیې پولیسو د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه ۳۰ نور افغان کډوال نیولي دي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بتلیس ښار پولیسو پرون یو شمېر ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.
بل خوا د ترکیې د سیواس او باليکسیر ښارونو پولیسو هم شپږ افغان کډوال نیولي او د ایستلو مرکزونو ته یې لېږدولي دي.
په راپور کې راغلي چې د ادرنه ښار پولیسو ۱۵ افغان او پاکستاني کډوال نیولي، خو دا څرګنده نه ده چې څو یې افغانان یې دي.
د يادونې ده چې د ترکيې پوليسو له څه مودې راهيسې د افغان کډوالو د نيولو او ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
څه موده مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت راپور ورکړی وو چې په یوه کال کې یې ۱۴۱ زره او ۱۸۷ ناقانونه کډوال ایستلي دي.