افغانستانخبرونه

طالبانو د امریکا لخوا له دوی سره میلیاردونه ډالر مرستې رد کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په افغانستان کې د طالبانو د ویاند مرستیال وایي، امریکا لخوا د افغانستان سره میلیاردونه ډالرو مرستې خبر هیڅ ډول حقیقت نلري.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په یوه خبري کنفرانس کې خبر ورکړ، چې امریکا له افغانستان سره میلیاردونه ډالره مرسته کوي.

د طالبانو د ویاند مرستیال زیاته کړه: «حقیقت دا دی چې امریکا نه یوازې دا چې د دوی حکومت ته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو په میلیاردونو ډالري پیسې یې غصب او بندې کړي دي».

مولوي حمدالله فطرت نن په ایکس پاڼه کې یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې د امریکا له لوري د ملیاردونو ډالرو مرستو ادعا بې بنسټه ده.

هغه زیاته کړه چې دوی له امریکا څخه هیڅ تمه نه لري او نه یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، هغه پیسې چې امریکا ورته اشاره کوي د متحده ایالاتو لګښتونه دي چې زیاتره یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو او یا هم د افغانانو په ایستلو او میشته کولو لګول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ښايي يوه برخه يې د نړيوالو موسسو له خوا د بشري مرستو په نوم لګول شوې وي.

حمدالله فطرت يادونه وکړه، چې موږ له امريکا هم غواړو، چې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه کم کړي، ځکه دا پيسې د افغانستان د خلکو لګښت نه لري.

د هغه په ​​وينا، که په دقت سره وڅېړل شي، امريکا د افغانستان په نوم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره دومره پيسې لګولي او هڅه کوي، چې د دوی پر ضد  تبليغات وکړي.