افغانستانخبرونه

په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري

کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د کمښت او نشتوالي له امله، د زېږون او امیندوارۍ د ستونزو له امله، په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن مري.

دغه سازمان ویلي چې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله په لیرې پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او باید د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق باور لري چې د روغتیایي اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د مړینې او ګواښ دغه کچه را کمیدلای شي.

دغه بنسټ په خپل پخواني راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې له ښځو سره په ځانګړې ډول له هغو ښځو سره چې امینداواره دي، د مرستو لپاره نږدې ۲۵۰ میلونه ډالرو ته اړتیا لري، چې له امله یې روغتیایي او بېلابېل خدمتونه هغوی ته برابر کړي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې د زیږون له امله پکې د میندو د مړینې کچه لوړه ده او د طالبانو په واکمنېدو سره د روغتیايي سکټور په برخه کې د مرستو راکمېدل هم یوه لویه ننګوونه بلل کېږي.