افغانستانخبرونه

طالبانو د نجونو د تعليم په اړه د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون بلنه رد کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي هېوادونو په دوه ورځني کنفرانس کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو دوی په کې برخه وانخیسته.

د یاد هېواد د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي په دې اړه ډیر وضاحت نه دی ورکړی.

دغه کنفرانس نن په اسلام اباد کې د رابطة العالم الاسلامي ټولنې په نوښت جوړ شو، چې په کې د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی.

د دغه کنفرانس موخه په اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه بحث کیږي.

ټاکل شوې دغه کنفرانس کې سبا د علماؤ له ادرسه د نجونو زده کړو په اړه یوه فتوا هم صادره شي.

شنونکي نيوکه کوي چې طالبان د خپل ځان د مطرح کولو لپاره هر سیمه ييز او نړيوال کنفرانس ته حتا له بلنې پرته هڅه کوي چې لاړ شي او په دې اړه يې د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او نورو چارواکو هر وخت سفرونه کړي؛ خو دا چې دوی په بنسټيزه توګه د نجونو د زده کړو له حقونو منکر دي او بندېز يې پرې لګولی نو د اسلامي هېوادونو د استازو په دغه کنفرانس کې له ګډونه يې انکار کړی دی.