افغانستانخبرونه

میدان وردګو کې ۳۰ کلن ځوان ځآن وژنه کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

سیمه ییزې سرچینې وایي، د میدان وردګو ولایت په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې یو دیرش کلن ځوان ځان وژنه کړې.

په دغه ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي فیض الله جلالي ویلي، دغه پېښه پرون رامنځته شوې او یاد کس په ونه کې ځان ځړولی وو.

تر اوسه د یادې قضیې د رامنځته کېدو لامل ندی روښانه شوی.