کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
سیمه ییزې سرچینې وایي، د میدان وردګو ولایت په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې یو دیرش کلن ځوان ځانوژنه کړې.
په دغه ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي فیض الله جلالي ویلي، دغه پېښه پرون رامنځته شوې او یاد کس په ونه کې ځان ځړولی وو.
تر اوسه د یادې قضیې د رامنځته کېدو لامل ندی روښانه شوی.
په وروستيو کې په افغانستان کې د ځانوژنې، مرموزو قتلونو او د کورنيو جنجالونو پېښې زياتې شوې دي چې شنونکي دا حالت د طالبانو په حاکميت کې د فقر د زياتوالي، د روزګار د نشتون او د ټولنيز امنیت د نه خونديتوب لاملونه ګڼي.