کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایې، چې د دغه ولایت په مرکز کې جلال اباد ښار کې د «اتفاق نوین» په نوم یوې نوې خصوصي راډيو د اېف اېم پر څپو خپل نشرات پيل کړل.
د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي ویلي، په ننګرهار کې د رسنیو لپاره کاري چاپېریال ورځ تر بلې ښه کیږي او رسنۍ هم پرته له سانسوره خپل نشرات مخته وړي.
نوموړي له رسنیو او خبریالانو خپل ملاتړ څرګند کړی او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
په همدې حال کې د تازه جوړې شوې راډيو مسوولان وایې د راډيو له جوړولو يې موخه د خپلې سيمې خلکو ته خدمت، عامه پوهاوی او له پېښو د خلکو خبرول دي.
د مالوماتو له مخې د تېر جمهوري حکومت پرمهال ننګرهار کې ۲۲ راډیوګانو او څلور تلویزیونونو فعالیت درلوده، چې اوس یې له ډلې زیاتره د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي او ژورنالېستان یې په کور شوي دي.