کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
سرچینې وایي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لورې د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون څخه ۱۷ مسلکي استادان له دندو ګوښه شوي دي.
د دغه سرچینو کابل ټلیلیګراف سره یاد لیست شریک کړی، چې په کې له یادو ۱۷ استادانو څخه یې ۱۵ ماسټران دي او اکثریت یې د پوهنمل او پوهندوی په علمي رتبو کې دي.
یاده سرچینه وایي، دغه استادانو د اسلامي تعلیماتو، اسلامي ثقافت او فقه او قانون په څآنګو کې د تدریس چارې مخې ته وړلې، چې د ناڅرګند برخلیک له مخې له دندو ګوښه شوي دي.
تر دې وړاندې طالبانو په ننګرهار، کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د پوهنتونونو استادان د سیاسي او مذهبي فعالیتونو له امله له دندو ګوښه کړي وو.
دغه استادان په داسې حال کې ګوښه کیږي، چې همدا پرون د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر هغه استادان جاسوسان وبلل، چې بهر ته د زده کړو په موخه تللي او بېرته یې هېواد ته ندي را ستانه شوي.