کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د TripAdvisor ادارې د نړۍ د سیلانیانو د یوې سروې وروسته د لس هغه ښارونو لیست خپور کړی، چې په ۲۰۲۵م کال کې د سیاحت لپاره تر نورو بهتر دي.
په دغه سروې کې د سیلانیانو لخوا د استوګنې، رستورانتونو او نورو خدمتونو شتون ته په پاملرنې سره دغه درجه بندي ترسره شوې ده.
د را پورو له مخې، لندن ښار د یونیسکو څلور نړیوال میراث ځایونو، د ویسټ منسټر ماڼۍ، د لندن برج او شاهي باغونو په ګډون د ګڼ شمېر نورو سهولتونو له امله د دغه درجه بندۍ په سر کې ځای لري.
د اندونیزیا بالي ښار چې د اندونیزیا جنت هم ورته ویل کیږي، په دغه درجه بندۍ کې دویم ځآی خپل کړی.
دغه ښار د خپلو دودیزو معبدونو ، د شنو کروندو ، آتش فشاني غرونو او ساحلونو له امله ډیر مشهور دی.
دوبۍ په دغه درجه بندۍ کې درېیم مقام لري، چې د نړۍ هر ډول سهولتونو د شتون ترڅنګ د خلیفه برج له امله ډیر شهرت لري.
د ایټالیا هېواد د روم ښار په سسلي جزیره د زیاتو سیلانیانو د پاملرنې له امله څلورم مقام کې ځای لري، چې په کې ښه میلمه پالنه، تفریح ځایونه او نورې برخې ډیرې فعاله دي.
د فرانسې پاریس ښار، د ایټالیا روم ښار، د ویتنام هانوي ښار، د مراکش پلازمینه چې خپله د مراکش ښار په نوم یادیږي، د یونان کریټ ښار او تایلینډ بنکاک ښار په دغه لیست کې یو په بل پسې د تفریحي ځایونو درلودلو له امله مقامونه لري.