لوبې
د هند لوبغاړو سره رسمي سفرونو کې د دوی د میرمنو د نه پرېښودو پرېکړه شوې
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د جاګران په نوم یوې ورځنې د را پورو له مخې، د هندوستان کرکټ بورډ، کپتان روهیت شرما، مشر روزونکي ګوتم ګمبیر او د غوراوي کمیټې مشر د یوې ناستې په ترڅ کې پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته به په رسمي سفرونه کې له لوبغاړو سره د دوی میرمنې سفر کولو ته پرې نښودل شي.
د دغه را پورو له مخې؛ د ټورنامنټ یا لوبلړۍ لپاره چې له ۴۵ ورځو څخه زیات دوام کوي، میرمن کولی شي یوازې ۱۴ ورځې د لوبغاړي سره پاتې شي، خو په لنډ مهالې سفر کې به یواځې ۷ ورځې اجازه ولري، چې له لوبغاړو سره پاتي شي.
دا پرېکړه وروسته له هغې کیږي، چې هندوستان د اسټرالیا خلاف په ټیسټ لوبلړۍ کې ماتې وخوړه او ویل کیږي، چې د دغه لوبو پر مهال ګڼ شمېر لوبغاړو له ځآن سره خپلې میرمنې بیولې وې.